Quantcast
Channel: Christopher Miller –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 2

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ راټیټ شو

$
0
0

د امریکا دفاع چارسمبالي کریسټوفر میلر نن جمعه(د مرغومي ۲۶) منلې، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شوی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون، چې د تېرکال د فبرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شوی دی؛ په ډاګهړ کوي، چې د امریکایي ځواکونو شمېر به د روان کال په می میاشت کې صفر شي.

د امریک د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د میلر د څرګندونو له مخې په ډاګه شوې؛ امریکا دمګړۍ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسیدو ته نږدې شوې ده.

کرسټوفر میلر ویلي: امریکا نن له هر وخت ډېره د دوه لسیزو جګړو پای ته نږدې شوې او د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې به هم  سیاسي هوکړې او تلپاتي اوربند  ته ورسیږي.

دغه راز میلر ټینګار کړی، چې امریکا به د ناټو له متحدینو سره د افغان امنیتي ځواکونو مرسته او ملاتړ روان ساتي، چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره خوندي ځای نشي.

د امریکا دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ شرایط  له طالبانو سره د سولې راوستلو په تړون کې او د افغانستان له حکومت سره د ګډې اعلامیې پر بنسټ روښانه شوي دي.

میلر په پای کې څرګنده کړې: مونږ امریکایان به د ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې ساتو؛ ځکه، چې مونږ د امریکا او خپلو خلکو د ګټو ساتنه کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا ولسي جرګې او دفاعي کمیټې له امریکا او ناټو غوښتي، چې تر هغې دې له افغانستان څخه خپل سرتېري نه باسي، چې د سولې خبرې پای ته ونه رسیږي.

The post په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ راټیټ شو first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 2